Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 28:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 28:23
19 Iomraidhean Croise  

هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.


چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.


هغۀ د خپل مرګ نه پس هغوئ ته ځان څرګند کړو او هغوئ ته يې ډېر ثبوتونه پېش کړل چې هغه ژوندے دے او تر څلوېښتو ورځو هغه هغوئ ته ښکاره کېدو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله تعليم ورکولو.


ځکه چې هغۀ په مناظره کښې په ډېرو دليلونو سره يهوديان لاجوابه کړل او د کِتاب مقدس نه يې دا ثابته کړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.


هغۀ به د هر سبت په ورځ د يهوديانو په عبادتخانې کښې بحث مباحثه کوله او د هغۀ کوشش دا وو چې يهوديان او يونانيان خپل ځان ته راواړوى.


تر درېو مياشتو پورې پولوس عبادتخانې ته تلو او په زړۀ ورتيا به يې خبرې کولې او خلق يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله قائلول.


په هغه شپه مالِک پولوس ته ظاهر شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”تکړه شه، ځکه څنګه چې تا په يروشلم کښې زما په حق کښې ګواهى کړې وه، نو هم دغه شان يې په روم کښې هم وکړه.“


خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى.


او اوس زۀ د هغه وعدې په اُميد دلته د فېصلې دپاره ولاړ يم کومه چې زمونږ د پلار نيکونو سره خُدائ پاک کړې وه.


او هغۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کولو او د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله يې په زړۀ ورتيا او بغېر د څۀ پابندۍ تعليم ورکولو.


نو فيليپوس د صحيفې د دې برخې نه خبرې شروع کړې او هغۀ ته يې د عيسىٰ په حقله زيرے ورکړو.


او ورسره خپلې خور افيه او ورور ارخيپوس ته چې زمونږ پرجوش کارکن دے او ستاسو د کور جماعت ته ليکم.


او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan