Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 28:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته د يهوديه نه هيڅ داسې خط نۀ دے راغلے او نۀ څوک زمونږ ورور د دې اِطلاع راکولو دپاره دلته راغلے دے چې ستا په حقله يې بد وئيلى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 28:21
8 Iomraidhean Croise  

خو چې چرته بنى اِسرائيل اوسيږى نو هلته به خېر وى، دوئ او د دوئ په څاروو پسې به يو سپے قدر هم ونۀ غپيږى. نو تا ته به پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې فرق راولم.“


څوک چې تاسو ته غصه وى نو د شکست د شرم سره به مخ شى. څوک چې درسره جنګ کوى نو هغوئ به نيست و نابود شى.


څوک چې ما ته صداقت ښائى هغه نزدې دے، څوک دا جرأت کولے شى چې په ما اِلزامونه ولګوى؟ زما مخالف چرته دے چې په ما اِلزام ولګوى. هغه دې رامخامخ شى.


داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.


زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.


هلته مونږ څۀ ايمانداران وروڼه وموندل او هغوئ مونږ ته دعوت راکړو چې هغوئ سره يوه هفته ايسار شُو. او دغه شان مونږ روم ته راغلو.


او اوس زما وروڼو، ما ته پته ده چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ کښې وکړو،


ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشته‌دار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan