18 کله چې هغوئ زما تحقيقات وکړل نو روميانو غوښتل چې ما آزاد کړى ځکه چې زما په مقدمه کښې ما ته د مرګ د سزا د ورکولو هيڅ وجه نۀ وه.
په بله ورځ کمان آفسر غوښتل چې صحيح معلومات تر لاسه کړى چې يهوديانو ولې په پولوس اِلزام ولګولو. هغۀ پولوس آزاد کړو او مشرانو اِمامانو او ټولې اولسى جرګې ته يې حُکم ورکړو چې، ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته راوستلو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.
زۀ پوهه شوم چې په دۀ باندې د دوئ د شريعت د مسئلو په حقله اِلزام وو، خو څۀ داسې جُرم پرې نۀ وو چې دۀ ته پرې د قېد يا د مرګ سزا ورکړے شى.
بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم.
بيا فِليکس څوک چې د دې لارې د عقيدې نه ښۀ خبر وو، په دې وينا مقدمه ملتوى کړه چې، ”کله چې لسياس کمان آفسر دلته راشى نو زۀ به ستا د مقدمې فېصله واورم.“
خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه.