Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 28:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د درېو مياشتو نه پس مونږ په هغه سمندرى جهاز کښې روان شُو چې ژمے يې په دې جزيره کښې تير کړے وو، او دا د اسکندريه جهاز وو چې د هغې په مخامخ څوکه د جوړه معبودانو کاسټر او پولکس نښې جوړې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 28:11
9 Iomraidhean Croise  

”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟


په دې کار هغه خلق د مالِک خُدائ نه ډېر ويرېدل او هغوئ يوه قربانى پېش کړه او منښتې يې ومنلې.


د سمندرى جهاز ماڼکيان ډېر يرې واخستل او هر يو خپل خُدائ ته چغې وهلې. او هغوئ د جهاز د وزن سپکولو دپاره سامان سمندر ته وغورزولو. خو يُونس ښکته کوز شوے وو، هلته هغه په خوږ خوب اودۀ پروت وو.


هغوئ تر پافُس پورې په ټوله جزيره کښې وګرځېدل. هلته هغوئ يو يهودى جادوګر سره مِلاو شول، چې د دروغو نبى وو او نوم يې بريسوع وو.


هلته صوبه دار د اسکندريه يو جهاز وموندلو چې اِټلى ته روان وو او مونږ يې په کښې سوارۀ کړو.


هغوئ مونږ ته په ډالۍ راکولو ډېر عزت راکړو او څۀ وخت چې مونږ رخصتېدو نو هغوئ د ضرورت ټول څيزونه زمونږ دپاره په جهاز کښې کېښودل.


مونږ په سرکوسه ښار کښې کوز شُو او هلته مو درې ورځې تېرې کړې.


د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.


نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan