10 هغوئ مونږ ته په ډالۍ راکولو ډېر عزت راکړو او څۀ وخت چې مونږ رخصتېدو نو هغوئ د ضرورت ټول څيزونه زمونږ دپاره په جهاز کښې کېښودل.
نو حِزائيل په څلوېښتو اوښانو باندې د دمشق ښۀ څيزونه بار کړل او اليشع له لاړو. کله چې حِزائيل ورسره مِلاو شو نو ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمتګار بِنحدد بادشاه زۀ د دې تپوس دپاره رالېږلے يم چې هغه به د خپلې بيمارۍ نه ښۀ شى او کۀ نه.“
عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.
چې منکرانو ته سپک ګورى او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى، کۀ هر څومره ورته سخته وى خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،
د درېو مياشتو نه پس مونږ په هغه سمندرى جهاز کښې روان شُو چې ژمے يې په دې جزيره کښې تير کړے وو، او دا د اسکندريه جهاز وو چې د هغې په مخامخ څوکه د جوړه معبودانو کاسټر او پولکس نښې جوړې وې.
نو د دې واقعې نه پس د جزيرې نور بيماران هم راغلل او هغوئ روغ شول.
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
او نۀ مونږ د خلقو نه د عزت طمع کوُو، نۀ ستاسو نه، او نۀ د بل چا نه.