1 هلته په خير خيريت سره د رسېدو نه پس مونږ ته دا پته ولګېده چې د دې جزيرې نامه مالټا ده.
هغوئ تر پافُس پورې په ټوله جزيره کښې وګرځېدل. هلته هغوئ يو يهودى جادوګر سره مِلاو شول، چې د دروغو نبى وو او نوم يې بريسوع وو.
کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو.
کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول.
خو مونږ به ضرور د يوې جزيرې په غاړه وغورزولے شُو.“
کله چې ورځ شوه نو هغوئ زمکه ونۀ پېژنده خو د خليج غاړه يې په نظر شوه، نو هغوئ فېصله وکړه چې کۀ کېدے شى نو په دې به جهاز وخېژوُو.
او نور به ورپسې، څۀ په تختو او څۀ د جهاز په ټوټو ځى. او دغه شان ټول په خير سره وچې ته ورسېدل.