8 په مشکل سره مونږ د سمندر په غاړه تلو، بيا مونږ يو ځائ ته راغلو چې نوم يې ښائسته بندرګاه وه چې د لسيه ښار سره نزدې وو.
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو مالدار ته د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدل ګران کار دے.
ځکه چې هغه بندرګاه د ژمى د موسم د تېرولو دپاره مناسب نۀ وه نو ډېرو خلقو د سمندر د سفر رايه خوښه کړه او اُميد يې وو چې فنيکس ته به ورسيږى او هلته به ژمے تير کړى، دا د کريت د جزيرې يوه بندرګاه ده چې مخ يې جنوب مغرب ته او شمال مغرب ته دے.
کله چې د جنوب نه نرۍ هوا راوالوته نو هغوئ ګُمان وکړو چې هغوئ خپل مقصد تر سره کولے شى، نو لنګر يې پورته کړو او غاړې ته نزدې د کريت په ژۍ ژۍ کښې روان شول.