7 تر ډېرو ورځو پورې مونږ ډېر ورو ورو تلو او کنيدوس ته په ډېر تکليف ورسېدو. او چې هوا زمونږ مخالف وه نو مونږ د کريت په ژۍ ژۍ کښې سلمونې ته لاړو.
يهوديان او نوې يهوديان شوى دواړه، کريتيان او عرب، مونږ ټول اورو چې هغوئ د خُدائ پاک لوئ کارونه زمونږ په خپلو ژبو کښې بيانوى.“
هغوئ د ډېرو ورځو نه بېخوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.
چې د هلته نه روان شُو نو په سمندر کښې د تېزې سيلۍ په وجه مونږ د قبرص د جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو ځکه چې هلته هوا کمه لګېده.
د هغوئ پېغمبر په خپله داسې وائى چې، ”کريتيان همېشه دروغژن، وحشيان، ګېډه ور او ناراسته دى.“
ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.