Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 27:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د کلکيه او د پمفوليه د سمندر نه د تېرېدو نه وروستو مونږ په لکيه کښې ميره نومې ښار ته راغلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 27:5
9 Iomraidhean Croise  

پولوس او د هغۀ ملګرى د پافُس نه په سمندرى جهاز کښې پرګې ته لاړل چې په پمفوليه کښې ده. نو يوحنا ترې جدا شو او يروشلم ته واپس لاړو.


او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېر‌يهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.


خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چې هغه د ځان سره ملګرے کړى ځکه چې يوحنا هغوئ په پمفوليه کښې ځانله پرېښے وُو او د خِدمت په کار کښې يې دوئ سره ملګرتيا نۀ وه کړې.


هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.


فروګيه، پمفوليه، مِصر، ليبيا د ضلعو چې د کرينى طرف ته دى او هم رومى مسافران،


پولوس جواب ورکړو چې، ”زۀ يهودى يم او د کلکيه د ترسس يم، او د دغه اهم ښار مقامى اوسېدونکے يم. ما ته اجازت راکړه چې دې خلقو ته خبرې وکړم.“


”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.


د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.


د دې نه پس زۀ د شام او د کلکيه علاقو ته لاړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan