35 د دې وينا نه وروستو هغۀ روټۍ راواخستله او د هغوئ ټولو په وړاندې يې د خُدائ پاک شُکر پرې ووئيلو، هغۀ دا ماته کړه او په خوراک يې لاس پورې کړو.
زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.
بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې.
نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل.
نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په زمکه کښېنئ.“ بيا هغۀ هغه اووۀ روټۍ راواخستلې، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغه روټۍ يې ماتې کړې او مريدانو له يې د ويشلو دپاره ورکړې او هغوئ خلقو له ورکړې.
کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه.
بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل.
بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه.
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېريهوديانو دپاره.
څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى.
او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.
نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه.
اوس کۀ په تاسو کښې څوک د مسيحى په توګه تکليف وزغمى، نو هغه دې دا شرم نۀ ګڼى، بلکې د دې نوم په وجه دې د خُدائ پاک ثنا ووائى.