34 نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“
سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“
خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى.
عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بېهوشه شى.“
خو ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى،
د سحر کېدو نه لږ وړاندې پولوس ټولو ته منت وکړو چې څۀ وخورئ. هغۀ ووئيل چې، ”د تېرو څوارلسو ورځو نه تاسو په شک کښې وئ او بېخوراکه وئ او تاسو هيڅ هم نۀ دى خوړلى.
ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو.
صرف اوبۀ مۀ څښه بلکې د خپلې معدې او اکثر د ناجوړه کېدو په وجه لږ شان مے هم استعمالوه.
خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.