Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 27:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 د سحر کېدو نه لږ وړاندې پولوس ټولو ته منت وکړو چې څۀ وخورئ. هغۀ ووئيل چې، ”د تېرو څوارلسو ورځو نه تاسو په شک کښې وئ او بې‌خوراکه وئ او تاسو هيڅ هم نۀ دى خوړلى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 27:33
6 Iomraidhean Croise  

”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“


عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې‌هوشه شى.“


هغوئ د ډېرو ورځو نه بې‌خوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.


نو سپاهيانو د کِشتۍ پړى پرېکړل او کولاو يې پرېښودله چې ځى.


نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“


او د روټۍ خوړلو نه پس د هغۀ په وجود کښې طاقت راغلو. بيا ساؤل په دمشق کښې يو څو ورځې د عيسىٰ مريدانو سره پاتې شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan