Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 27:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 خو ماڼکيانو د جهاز نه د تښتېدلو کوشش کولو. هغوئ د جهاز نه کِشتۍ سمندر ته کوزه کړه او بهانه يې وکړه چې مونږ د جهاز د څوکې نه لنګرونه اچوو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 27:30
5 Iomraidhean Croise  

مونږ د کاوده نومې يوې ورکوټې جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو او هلته مو په مشکل سره د جهاز کِشتۍ قابو کړه.


کله چې څوارلسمه شپه راغله او مونږ لا د ادريه په سمندر کښې په جهاز کښې يو خوا بل خوا روان وُو چې په نيمه شپه د جهاز ماڼکيانو دا محسوسه کړه چې زمکه رانزدې کيږى،


هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه.


نو پولوس صوبه دار او سپاهيانو ته ووئيل چې، ”کۀ دا سړى په جهاز کښې پاتې نۀ شى نو په تاسو کښې به يو کس هم بچ نۀ شى.“


نو سپاهيانو د کِشتۍ پړى پرېکړل او کولاو يې پرېښودله چې ځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan