29 هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه.
زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى، آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،
جهاز ته يې د خېژولو نه وروستو د حفاظت دپاره کشتۍ په پړو وتړله، بيا هغوئ په دې يرېدل چې هسې نه د سرتيس په شګو کښې ونښلى، نو هغوئ سمندر ته لنګر ورکوز کړو او جهاز يې د هوا په مخ روان کړو.
خو مونږ به ضرور د يوې جزيرې په غاړه وغورزولے شُو.“
نو هغوئ اندازه واخسته او ژوروالے يې څلوېښت ګزه وختلو. او لږ ساعت پس يې چې بيا اندازه واخسته نو دېرش ګزه وه.
خو ماڼکيانو د جهاز نه د تښتېدلو کوشش کولو. هغوئ د جهاز نه کِشتۍ سمندر ته کوزه کړه او بهانه يې وکړه چې مونږ د جهاز د څوکې نه لنګرونه اچوو.
تاسو چې هر څۀ هم ګورئ نو زړونه به مو د يرې نه درزيږى. هر سحر به تاسو د ماښام ارمان کوئ، او هر ماښام به تاسو د سحر ارمان کوئ.
دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے،