26 خو مونږ به ضرور د يوې جزيرې په غاړه وغورزولے شُو.“
جهاز ته يې د خېژولو نه وروستو د حفاظت دپاره کشتۍ په پړو وتړله، بيا هغوئ په دې يرېدل چې هسې نه د سرتيس په شګو کښې ونښلى، نو هغوئ سمندر ته لنګر ورکوز کړو او جهاز يې د هوا په مخ روان کړو.
کله چې څوارلسمه شپه راغله او مونږ لا د ادريه په سمندر کښې په جهاز کښې يو خوا بل خوا روان وُو چې په نيمه شپه د جهاز ماڼکيانو دا محسوسه کړه چې زمکه رانزدې کيږى،
هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه.
هلته په خير خيريت سره د رسېدو نه پس مونږ ته دا پته ولګېده چې د دې جزيرې نامه مالټا ده.