Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 27:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 نو اے سړو، خپله حوصله په ځائ کړئ. ځکه چې زما په خُدائ پاک ايمان دے چې څنګه چې ما ته وئيلے شوى دى، بلکل هم داسې به وشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 27:25
8 Iomraidhean Croise  

په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“


خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.


څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“


خو پولوس چې څۀ ووئيل نو صوبه دار د هغې په ځائ د ماڼکى او د جهاز د مالِک رايه زياته بهتره وګڼله.


بيا هغوئ ټول زړَور شول او په خپله يې خوراک وکړو.


او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan