Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 27:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هغوئ د ډېرو ورځو نه بې‌خوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 27:21
8 Iomraidhean Croise  

روبين ووئيل، ”ما تاسو ته وئيل چې هلک له تکليف مۀ ورکوئ، خو تاسو وانۀ ورېدل. او اوس به زمونږ نه د هغۀ د وينې حِساب غوښتے شى.“


ځکه چې هغه بندرګاه د ژمى د موسم د تېرولو دپاره مناسب نۀ وه نو ډېرو خلقو د سمندر د سفر رايه خوښه کړه او اُميد يې وو چې فنيکس ته به ورسيږى او هلته به ژمے تير کړى، دا د کريت د جزيرې يوه بندرګاه ده چې مخ يې جنوب مغرب ته او شمال مغرب ته دے.


کله چې د جنوب نه نرۍ هوا راوالوته نو هغوئ ګُمان وکړو چې هغوئ خپل مقصد تر سره کولے شى، نو لنګر يې پورته کړو او غاړې ته نزدې د کريت په ژۍ ژۍ کښې روان شول.


کله چې تر ډېرو ورځو، نۀ نمر ښکارېدو او نۀ ستورى، بلکې سخت طوفان چلېدو نو آخر زمونږ د بچ کېدو ټول اُميد هم ختم شو.


تر ډېرو ورځو پورې مونږ ډېر ورو ورو تلو او کنيدوس ته په ډېر تکليف ورسېدو. او چې هوا زمونږ مخالف وه نو مونږ د کريت په ژۍ ژۍ کښې سلمونې ته لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan