17 جهاز ته يې د خېژولو نه وروستو د حفاظت دپاره کشتۍ په پړو وتړله، بيا هغوئ په دې يرېدل چې هسې نه د سرتيس په شګو کښې ونښلى، نو هغوئ سمندر ته لنګر ورکوز کړو او جهاز يې د هوا په مخ روان کړو.
مونږ د کاوده نومې يوې ورکوټې جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو او هلته مو په مشکل سره د جهاز کِشتۍ قابو کړه.
خو مونږ به ضرور د يوې جزيرې په غاړه وغورزولے شُو.“
هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه.
نو هغوئ د لنګر پړى پرې کړل او په سمندر کښې يې پرېښودل. او هم په هغه وخت هغوئ د جهاز د چپُو پړى سست کړل او مخکښې بادبان يې باد ته وخېژولو او هغوئ د غاړې طرف ته جهاز روان کړو.
خو بيا جهاز شګلن ځائ ته ورسېدو او په زمکه ولګېدلو. د جهاز مخکښۍ حِصه ولګېده او انښتې پاتې شوه خو وروستونۍ حِصه يې د چپو په زور ماته شوه.