13 کله چې د جنوب نه نرۍ هوا راوالوته نو هغوئ ګُمان وکړو چې هغوئ خپل مقصد تر سره کولے شى، نو لنګر يې پورته کړو او غاړې ته نزدې د کريت په ژۍ ژۍ کښې روان شول.
کله چې تاسو په خپلو جامو کښې سوزئ او د جنوب طرف ته هوا بنده شى او يو څيز هم نۀ خوځيږى؟
هغۀ آسمانونو نه مشرقى هواګانې راوستلې، او هغۀ په خپل قُدرت سره جنوبى هواګانې راوستلې.
اے د شمال باده، راوالوځه، اے د جنوب باده راشه، زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه. زما جانانه خپل باغ ته راشه، او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.
او هر کله چې باد د جنوب د طرفه وى نو تاسو وايئ چې د ګرمۍ چپه راتلونکى ده او هم داسې وشى.
يهوديان او نوې يهوديان شوى دواړه، کريتيان او عرب، مونږ ټول اورو چې هغوئ د خُدائ پاک لوئ کارونه زمونږ په خپلو ژبو کښې بيانوى.“
ځکه چې هغه بندرګاه د ژمى د موسم د تېرولو دپاره مناسب نۀ وه نو ډېرو خلقو د سمندر د سفر رايه خوښه کړه او اُميد يې وو چې فنيکس ته به ورسيږى او هلته به ژمے تير کړى، دا د کريت د جزيرې يوه بندرګاه ده چې مخ يې جنوب مغرب ته او شمال مغرب ته دے.
هغوئ د ډېرو ورځو نه بېخوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.
په مشکل سره مونږ د سمندر په غاړه تلو، بيا مونږ يو ځائ ته راغلو چې نوم يې ښائسته بندرګاه وه چې د لسيه ښار سره نزدې وو.
د هغوئ پېغمبر په خپله داسې وائى چې، ”کريتيان همېشه دروغژن، وحشيان، ګېډه ور او ناراسته دى.“
ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.