11 خو پولوس چې څۀ ووئيل نو صوبه دار د هغې په ځائ د ماڼکى او د جهاز د مالِک رايه زياته بهتره وګڼله.
نو د اِسرائيل بادشاه هغه خلقو له خبردارے ورکړو کوم چې په هغه ځائ کښې اوسېدل او د اِسرائيل بادشاه هغوئ د نظر لاندې ساتل. داسې څو څو ځلې وشول.
هوښياران خطره د اول نه وينى او د هغې نه ځان بچ کوى، خو کم عقل پرې ورخلاص وى او بيا په تکليف کښې راګېر شى.
نو بيا چې څوک د بيګل آواز واورى او هغې ته توجو ورنۀ کړى او جنګ او تُوره راشى او د هغۀ ژوند ختم کړى نو خون به يې په خپله غاړه وى.
هغوئ د ډېرو ورځو نه بېخوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.
د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.
دغه شان تاسو سمندرى جهازُونو ته وګورئ اګر چې هغه ډېر لوئ وى او په تېزو هواګانو چليږى خو دا د يو ورکوټى پارو په ذريعه د ماڼکى د مرضۍ په مطابق چليږى.
افسوس چې په يوه ګينټه کښې د دې ټوله دبدبه برباده شى.“ بيا ټول د سمندرى جهازونو کپتانان، سمندرى مسافران او ماڼکيان او هغه څوک چې په سمندرى تجارت خپله ګزاره کوى، به لرې ودريږى.