Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 26:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 26:9
16 Iomraidhean Croise  

خو دوئ به زما د نوم په سبب تاسو سره دا هر څۀ وکړى ځکه چې هغوئ هغه نۀ پېژنى چا چې زۀ رالېږلے يم.


خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“


”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.


او د دې لارې منونکى به ما تر مرګ پورې زورول، ښځې او سړى به مې دواړه ګرفتارول او په قېدخانه کښې به مې بندول.


ما جواب ورکړو چې مالِکه، تۀ څوک يې؟ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.


دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے.


او اوس زما وروڼو، ما ته پته ده چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ کښې وکړو،


خو پطروس ورته ووئيل چې، ”ما سره سرۀ زر يا سپين زر نشته خو څۀ چې ما سره دى هغه زۀ تا له درکوم. د عيسىٰ مسيح ناصرى په نوم پاڅه او وګرځه.“


په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو


او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“


زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے.


د جوش په نسبت د جماعت زورونکے، او د شريعت د صداقت د لاندې بې‌عېبه يم.


اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بې‌ايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.


نو بيا هغوئ يوآس ته ووئيل، ”خپل زوئ دلته بهر راوباسه چې مړ يې کړُو. ځکه چې هغۀ د بعل قربان‌ګاه تباه کړې ده او د اشيرې ستنه يې ټوټې کړې ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan