8 نو دا خلق ولې دا خبره ناممکنه ګڼى چې خُدائ پاک مړى بيا راژوندى کوى؟
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“
ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې د بنى آدم دپاره ناممکنه وى هغه خُدائ پاک ته ممکن وى.“
بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“
خو د هغې په ځائ هغوئ خپل دينى بحث شروع کړو او د دوئ اختلاف په دې خبره وو چې يو مړ کس دے چې نوم يې عيسىٰ دے، خو د پولوس وينا دا ده چې هغه مړ نۀ دے، ژوندے دے.
هغوئ په دې ډېر خفه شول ځکه چې رسولانو خلقو ته دا تعليم او پېغام ورکولو چې څنګه عيسىٰ د مړو نه را ژوندے شو دغه شان به مړى هم د هغۀ په شان راژوندى کيږى.
په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.
هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.