5 دوئ ما د ډېر وخت نه پېژنى او کۀ غواړى نو دا تپوس هم کولے شى چې زۀ يو فريسى يم کومه چې زمونږ د مذهب د ټولو نه سخته فرقه ده.
بيا د فريسيانو د فرقې څۀ ايمانداران پاڅېدل او وې وئيل چې، ”دا ضرورى دى چې غېريهوديان سنت شى او ورته دې حکم وشى چې د موسىٰ د شريعت پابندى کوئ.“
”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملىايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.
زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.
بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“
خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى.
دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے.