Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 26:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 زما د ځوانۍ نه زما ژوندون ټولو يهوديانو ته معلوم دے چې د شروع نه ما ژوند د خپلو خلقو سره او په يروشلم کښې تير کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 26:4
5 Iomraidhean Croise  

”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.


خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى.


نو بې‌شکه تاسو زما د مخکښې ژوند په حقله کله چې يهودى وم دا اورېدلى دى چې ما به د خُدائ پاک جماعت زورولو او د هغې د تباه کولو کوشش کولو.


زۀ په اتمه ورځ سنت شوم، د بنى اِسرائيل د قوم او د بنيامين د قبيلې نه يم، د عبرانيانو نه عبرانى، او د شريعت په مطابق فريسى يم،


خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan