Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 26:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”کۀ دې سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دے آزادېدے شو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 26:32
6 Iomraidhean Croise  

چې دوه کالونه تير شول نو د فِليکس په ځائ پروکيوس فِستوس مقرر شو. او فِليکس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره پولوس په قېد کښې هم هغه شان پرېښودلو.


خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه.


کله چې هغوئ زما تحقيقات وکړل نو روميانو غوښتل چې ما آزاد کړى ځکه چې زما په مقدمه کښې ما ته د مرګ د سزا د ورکولو هيڅ وجه نۀ وه.


خو کله چې يهوديانو دا ونۀ منله، نو زۀ مجبور شوم چې قيصر ته اپيل وکړم، اګر کۀ زۀ د خپل قوم خلاف څۀ اِلزام نۀ لګوم.


خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan