31 او چې هغوئ تلل نو يو بل ته هغوئ ووئيل چې، ”دې سړى داسې څۀ کار نۀ دے کړے چې د مرګ يا د قېد لائق وى.“
داؤد فرښته وليده چې هغې خلق وژل او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”زۀ ګناهګار يم. زۀ هغه کس يم چا چې غلطى کړې ده. دې عاجزو خلقو څۀ کړى دى؟ تا له په کار دى چې ما او زما خاندان له سزا راکړې.“
نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“
نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“
زۀ پوهه شوم چې په دۀ باندې د دوئ د شريعت د مسئلو په حقله اِلزام وو، خو څۀ داسې جُرم پرې نۀ وو چې دۀ ته پرې د قېد يا د مرګ سزا ورکړے شى.
بيا لويه غوغا جوړه شوه او د فريسيانو د فرقې ځينې د شرعې عالمان راپاڅېدل او په کلکه يې ووئيل چې، ”مونږ په دې سړى کښې هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چې يوې فرښتې يا روح ورسره خبرې کړې وې.“
خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه.
کله چې هغوئ زما تحقيقات وکړل نو روميانو غوښتل چې ما آزاد کړى ځکه چې زما په مقدمه کښې ما ته د مرګ د سزا د ورکولو هيڅ وجه نۀ وه.
خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.