Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 26:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 26:3
13 Iomraidhean Croise  

بيا ما د مهر شوې انتقال نامې چې د خرڅولو ټول اصُول او شرائط په کښې درج شوى وُو او هم يوه غېر مهر شوې کاپې راواخسته.


هغوئ ته ستا په حقله وئيل شوى دى چې تۀ هغه ټولو يهوديانو ته چې په غېر‌يهوديانو کښې اوسى، دا تعليم ورکوې چې د موسىٰ نه راواوړئ. او تۀ هغوئ ته وائې چې خپل بچى مۀ سنتوئ يا زمونږ رِواجونه مۀ کوئ.


بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم.


زۀ ستاسو زيات وخت اخستل نۀ غواړم، خو زۀ درته مِنت کوم چې په مهربانۍ سره زما يو څو خبرې واورئ.


خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.


”اے اګريپا بادشاه. زۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چې ستا په وړاندې ولاړ يم او د خپل ځان په حقله د هغه ټولو اِلزامونو صفائى پېش کوم چې يهوديانو راباندې لګولى دى.


بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده.


بلکې زمونږ دولس قبيلې د هغې وعدې د پوره کېدو په طمع کښې شپه او ورځ پوره په جوش او جذبې سره عبادت کوى. اے بادشاه سلامته، هم په دې وجه يهوديان په ما اِلزامونه لګوى.


درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.


ځکه چې مونږ د دۀ نه دا خبرې اورېدلى دى چې د ناصرت عيسىٰ به دا ځائ وران کړى او موسىٰ چې مونږ له کوم رسمونه او رِواجونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“


او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.


کله چې هغه د بادشاهۍ په تخت کښېنى، نو هغه به د خپل ځان دپاره د دې قانون يو نقل وليکى، دا کار به د ليوى قبيلې د اِمامانو په وړاندې کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan