2 ”اے اګريپا بادشاه. زۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چې ستا په وړاندې ولاړ يم او د خپل ځان په حقله د هغه ټولو اِلزامونو صفائى پېش کوم چې يهوديانو راباندې لګولى دى.
زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.
خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى.
کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ.
خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندىخانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.
خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.
بيا اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”تا ته د خپل ځان په حقله د خبرو کولو اجازت دے.“ بيا پولوس خپل لاس اوچت کړو او خپله صفائى يې داسې پېش کړله چې،
نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم.
بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده.
او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره.
بلکې زمونږ دولس قبيلې د هغې وعدې د پوره کېدو په طمع کښې شپه او ورځ پوره په جوش او جذبې سره عبادت کوى. اے بادشاه سلامته، هم په دې وجه يهوديان په ما اِلزامونه لګوى.