Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 26:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 زۀ به تا د خپلو خلقو او د غېر‌يهوديانو نه بچ کړم، چا ته چې زۀ تا لېږم

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 26:17
36 Iomraidhean Croise  

هغۀ ته ووايئ، ”اے زمونږ خلاصوونکيه خُدايه پاکه. مونږ بچ کړه، مونږ په يو ځائ راغونډ کړه، د قومونو نه مو بچ کړه، نو چې داسې مونږ شُکر ګزار شُو او ستا د پاک نوم ستائينه وکړُو.


کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.


هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“


زۀ تا داسې خلقو ته نۀ استوم چې د هغوئ ژبه ستا دپاره نا آشنا او سخته وى خو تا زۀ بنى اِسرائيلو ته استوم.


خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.


او راغلل او معافى يې ورنه وغوښته، او هغوئ يې رابهر کړل او مِنت يې ورته وکړو چې د ښار نه لاړ شئ.


په هم هغه شپه ايماندارانو وروڼو پولوس او سيلاس بيريه ته ولېږل. کله چې هغوئ راورسېدل نو د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل.


نو ايماندارانو وروڼو پولوس سمدستى ښکته ساحل ته ولېږلو. خو سيلاس او تيموتيوس دواړه وروستو پاتې شول.


ځکه چې زۀ درسره يم. او هيڅوک به درباندې د نقصان رسولو دپاره حمله ونۀ کړى ځکه چې په دې ښار کښې ډېر خلق داسې دى چې زما دى.“


او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو.


پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېر‌يهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“


خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.


زۀ اوس تاسو غېر‌يهوديانو ته وايم چې زۀ د غېر‌يهوديانو دپاره هم رسول يم او زۀ خپل خِدمت ته زور ورکوم،


چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.


او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېر‌يهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.


زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.


د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم،


تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan