14 کله چې مونږ ټول په زمکه پرېوتلو نو ما په عبرانۍ ژبه کښې يو آواز واورېدلو چې ما ته يې داسې ووئيل چې، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ موږى ته لته ورکول به تا ته ګران پرېوځى.“
ښۀ پوهه د انسان دپاره عزت پېدا کوى، خو د بېايمانانو لارې سختې وى.
”زۀ به يروشلم نه د شرابو پياله جوړه کړم چې ګېرچاپېره قومونه يې په څښلو سره سرګردانه شى، کله چې هغوئ خپل فوجيان د يهوداه او يروشلم محاصره کولو دپاره رالېږى.
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.
کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،
هر کله چې هغوئ په عبرانۍ ژبه کښې د هغۀ خطاب واورېدو نو هغوئ ورته نور ښۀ خاموش شول. بيا هغۀ ووئيل،
نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده.
ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.
هغه سړى چې د ساؤل سره په سفر کښې ملګرى وُو، هغوئ غلى ودرېدل. هغوئ آواز واورېدو خو څوک يې ونۀ ليدل.
يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟