13 نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده.
نو سپوږمۍ به توره شى او د نمر رڼا به کمه شى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به حکومت کوى. هغه به په يروشلم کښې د صيون په غرۀ باندې د مشرانو په وړاندې شان او شوکت سره بادشاهى کوى.
سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.
او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.
کله چې زۀ په لار دمشق ته ورنزدې شوم، د غرمې وخت وو چې ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګېرچاپېره وځلېده.
زما ملګرو هغه رڼا وليدله خو د هغۀ آواز يې وانۀ ورېدو چا چې ما سره خبرې کولې.
دغسې په دې سوچ سره زۀ د مشرانو اِمامانو په اختيار او حکم د دمشق په سفر روان وم.
کله چې مونږ ټول په زمکه پرېوتلو نو ما په عبرانۍ ژبه کښې يو آواز واورېدلو چې ما ته يې داسې ووئيل چې، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ موږى ته لته ورکول به تا ته ګران پرېوځى.“
هغه لا په لاره وو او دمشق ته ورنزدې شوے وو چې ناګهانه د هغۀ نه ګېرچاپېره د آسمان نه رڼا وځلېده.
او هغۀ په ښى لاس کښې هغه اووۀ ستورى نيولى وُو او د هغۀ د خولې نه يوه تېزه دوه مخيزه تُوره راوتلې وه او د هغۀ مخ د تېز نمر په شان ځلېدو.
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.