11 ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.
ټوله ورځ دشمنان ما ته پېغور راکوى، هغوئ ما دومره سپکوى چې په لعنت وئيلو کښې زما نوم استعمالوى.
دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بېوقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.
خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادتخانو کښې به مو په کوړو وهى،
خو تاسو بېدار اوسئ. تاسو به عدالتونو ته حواله کېږئ، تاسو به په عبادتخانو کښې په کوړو وهلے کېږئ، او تاسو به د حاکمانو او بادشاهانو په وړاندې زما په وجه پېش کولے شئ چې د هغوئ په وړاندې زما ګواهان شئ.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر هم داسې نشته چې هغه بخښلے نۀ شى،
خو کله چې د هغۀ عقل سر ته راغلو نو وې وئيل، زما د پلار ټولو نوکرانو سره د خپل ضرورت نه زيات خوراک شته او زۀ دلته د لوږې مرم.
خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندىخانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.
خو هغوئ د غصې نه سرۀ شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”مونږ د عيسىٰ سره څۀ وکړو؟“
خو چې يهوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ د ډېر حسد نه اور واخستو او د پولوس د خبرو مخالفت يې وکړو او وې کنځلو.
خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېريهوديانو ته لاړ شم.“
ما ورته ووئيل چې مالِکه هغوئ ته دا معلومه ده چې په هره عبادتخانه کښې به ما هغوئ نيول او په کوړو به مې وهل د چا به چې په تا ايمان وو.
زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.
په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو
ولې دا هغوئ نۀ دى څوک چې د هغه چا د عزتمند نوم په حقله کُفر غروى په کوم نوم چې تاسو يادېږئ؟
خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بېژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو.