Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 25:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 خو پولوس په خپلې صفائى کښې ووئيل چې، ”ما د يهوديانو د شريعت، د خُدائ د کور يا د قيصر په خلاف څۀ جرم هم نۀ دے کړے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 25:8
13 Iomraidhean Croise  

ځکه چې زۀ د عبرانيانو د مُلک نه راتښتولے شوے وم او ما دلته په مِصر کښې داسې هيڅ کار نۀ دے کړے چې په دې قېدخانه کښې بندى شم.“


نو بيا يرمياه د صدقياه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”ما ستا يا ستا د آفسرانو او يا د دې خلقو خلاف څۀ داسې بد کړى دى چې د هغې په وجه تاسو زۀ په دې قېد کښې اچولے يم؟


زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“


پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“


زۀ دوئ د چا سره د خُدائ په کور کښې يا په عبادتخانې کښې يا په ټول ښار کښې په بحث کولو يا د خلقو په بلوه کولو نۀ يم ليدلے.


خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى.


دۀ د خُدائ د کور د بې‌حرمتۍ کوشش هم وکړو، نو بيا مونږ هغه ګرفتار کړو.


خو پولوس ووئيل چې، ”نه، زۀ د قيصر په عدالت کښې ولاړ يم او زما مقدمه دې هم دلته پېش کړے شى. او تا ته دا ښۀ پته ده چې ما خو د يهوديانو خلاف هيڅ جرم نۀ دے کړے.


درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.


هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته د يهوديه نه هيڅ داسې خط نۀ دے راغلے او نۀ څوک زمونږ ورور د دې اِطلاع راکولو دپاره دلته راغلے دے چې ستا په حقله يې بد وئيلى وى.


دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan