4 فِستوس په جواب کښې ووئيل چې، ”پولوس په قيصريه کښې قېدخانه کښې دے، او زۀ په خپله هلته زر ورروان يم.
بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چې، ”پولوس په قېد کښې وساتئ خو سختې ته يې مۀ نيسئ او د دۀ په دوستانو کښې هيڅوک هم د دۀ د ضرورتونو پوره کولو نه مۀ منع کوئ.“
چې دوه کالونه تير شول نو د فِليکس په ځائ پروکيوس فِستوس مقرر شو. او فِليکس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره پولوس په قېد کښې هم هغه شان پرېښودلو.
قيصريه صوبې ته د رسېدو نه درې ورځې پس فِستوس ګورنر يروشلم ته لاړو.
د څو ورځو تېرېدو نه پس اګريپا بادشاه او بِرنيکى قيصريه ته راغلل چې فِستوس ته هرکلے ووائى.
ما هغوئ ته جواب ورکړو چې دا د روميانو دستور نۀ دے چې مجرم د هغۀ مدعيانو ته وسپارى ترڅو چې مجرم ته د مدعيانو په مخامخ د صفائى پېش کولو موقع ورنۀ کړى.
نو ستاسو څۀ مشران دې راسره لاړ شى او کۀ د هغۀ خلاف څۀ غلطى ثابته شى نو دعوىٰ دې پرې وکړى.“
هغه هغوئ سره د لس اتۀ ورځو نه زيات پاتې نۀ شو، بيا هغه قيصريه ته لاړو او په بله ورځ په عدالت کښې په خپله کُرسۍ کښېناستو او د پولوس د حاضرولو حکم يې وکړو.
خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.