26 خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.
هغوئ په دې خبره زيات خفه شول چې هغۀ ووئيل چې دوئ به بيا کله هم د هغۀ مخ ونۀ وينى. بيا هغوئ ورسره تر کشتۍ پورې لاړل.
خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه.
ځکه چې ما ته دا نامناسب ښکارى چې د يو قېدى خلاف څۀ ښکاره جرم نۀ وى او هغه بادشاه ته ولېږلے شى.“