23 نو په بله ورځ اګريپا او بِرنيکى په شان او شوکت سره عام دربار ته راننوتل چې ورسره لوئ آفسران او د ښار خاص مشران وُو. بيا فِستوس د هغۀ د پېشۍ حکم وکړو او پولوس دننه حاضر کړے شو.
په پوره شپږو مياشتو کښې هغۀ د شان او شوکت او عظمت سره د شاهى دربار د ټول دولت نمائش وکړو.
هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.
ستا شان او شوکت تا سره ښخ شوے دے، او ستا د بينجو ساز خاموش شوے دے. تۀ د وړو چينجو په بستره ملاست يې او د چينجو په کمبله پټ يې.
تورو خاورو هغوئ ته خپله خولۀ کولاو نيولې ده دپاره د دې چې د يروشلم غټ خلق او عوام، مست او شور جوړونکى خلق به ژوندى تېر کړى.
په تحفنحيس کښې به د ورځې تيارۀ شى کله چې زۀ د مِصر جغ مات کړم او د هغۀ زور به ختم شى. هغه به په وريځو کښې پټ شى، او د هغۀ کلى به قبضه کړے شى.
زۀ به ستا لښکر ختم کړم د هغه طاقتورو خلقو په تُورو چې د ټولې دُنيا بېرحمه خلق دى. هغوئ به د مِصر دبدبه ختمه کړى او د هغې ټولې لښکرې به تباه شى.
زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى.
زۀ به د دُنيا د ټولو نه زيات ظالم قومونه راولم چې د دوئ نه د دوئ کورونه په زور قبضه کړى، او زۀ به د دوئ د زورَورو کسانو فخر ختم کړم، او د هغوئ د مقدس ځايونو بېحرمتى به وشى.
هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“
خو آخر هيرودياس ته دا موقع مِلاو شوه کله چې هيروديس په خپله سالګره کښې خپلو اميرانو، فوجى آفسرانو او د ګليل لويو خلقو ته مېلمستيا کړې وه.
نو په يوه مقرره ورځ هيروديس خپل شاهى لباس واچولو، او په تخت کښېناستو او هغوئ ته يې تقرير شروع کړو.
د څو ورځو تېرېدو نه پس اګريپا بادشاه او بِرنيکى قيصريه ته راغلل چې فِستوس ته هرکلے ووائى.
بيا بادشاه او هغۀ سره ګورنر، او بِرنيکى او څوک چې ورسره ناست وو هغوئ پاڅېدل.
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.
او څوک چې د دُنيا سره لېن دېن کوى هغوئ دې داسې وى لکه دې سره يې هيڅ لېن دېن نۀ وى. ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده.
څنګه چې د نمر تاو واښۀ او ګلونه اوچوى او د هغوئ ښائست ختموى، نو دغه شان به مالدار هم سره د خپل ټول کاروبار ختم او د خاورو سره خاورې شى.
ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى
ځکه چې په دُنيا کښې د نفس خواهش، يا د سترګو شوق، او يا د دولت غرور، دا د پلار د طرفه نۀ دى بلکې دُنياوى څيزونه دى.