Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 25:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 بيا اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”زۀ د دې سړى خبرې په خپله اورېدل غواړم،“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”سبا به تۀ د هغۀ خبرې واورې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 25:22
5 Iomraidhean Croise  

اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.


او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېر‌يهوديانو دپاره ګواهان شئ.


خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندى‌خانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.


د څو ورځو تېرېدو نه پس اګريپا بادشاه او بِرنيکى قيصريه ته راغلل چې فِستوس ته هرکلے ووائى.


خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan