21 خو پولوس اپيل وکړو چې هغه دې د قيصر د فېصلې دپاره دلته وساتلے شى، نو ما حکم وکړو چې تر هغې دې هغه دلته وساتلے شى ترڅو چې يې زۀ قيصر ته ولېږم.“
مونږ ته په دې حقله خپله فېصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر له محصُول ورکړو او کۀ نه؟“
په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردمشمارى وشى.
خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”کۀ دې سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دے آزادېدے شو.“
خو کله چې يهوديانو دا ونۀ منله، نو زۀ مجبور شوم چې قيصر ته اپيل وکړم، اګر کۀ زۀ د خپل قوم خلاف څۀ اِلزام نۀ لګوم.
په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى.