2 هلته ورته مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو د پولوس خلاف مقدمه پېش کړه.
زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده.
ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.
پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله.
کله چې زۀ په يروشلم کښې وم نو مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو ما ته د هغۀ په حقله اِطلاع راکړه او د هغۀ خلاف يې د سزا د حکم کولو سوال وکړو.
بيا فِستوس ووئيل چې، ”اے اګريپا بادشاه او مونږ سره موجودو ټولو حاضرينو، تاسو دا سړے وينئ د چا په حقله چې ټولو يهوديانو دلته او په يروشلم کښې ما ته خواست کړے دے او دا چغې يې وهلې چې دے نور د ژوندى پاتې کېدو قابل نۀ دے.
درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.
ځکه چې هغوئ مونږ غېريهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.