17 نو کله چې هغوئ ما سره دلته راغلل نو ما وخت ضائع نۀ کړو او په بله ورځ په عدالت کښې کښېناستم او د هغه سړى د حاضرېدو حکم مې وکړو.
پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بېګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“
خو پولوس ووئيل چې، ”نه، زۀ د قيصر په عدالت کښې ولاړ يم او زما مقدمه دې هم دلته پېش کړے شى. او تا ته دا ښۀ پته ده چې ما خو د يهوديانو خلاف هيڅ جرم نۀ دے کړے.
کله چې د هغۀ مخالفين خبرو ته پاڅېدل نو هغوئ داسې اِلزام پېش کړو چې زما په خيال خاطر کښې ترې نه طمع هم نۀ وه.
هغه هغوئ سره د لس اتۀ ورځو نه زيات پاتې نۀ شو، بيا هغه قيصريه ته لاړو او په بله ورځ په عدالت کښې په خپله کُرسۍ کښېناستو او د پولوس د حاضرولو حکم يې وکړو.