10 خو پولوس ووئيل چې، ”نه، زۀ د قيصر په عدالت کښې ولاړ يم او زما مقدمه دې هم دلته پېش کړے شى. او تا ته دا ښۀ پته ده چې ما خو د يهوديانو خلاف هيڅ جرم نۀ دے کړے.
ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو.
پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بېګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“
زۀ پوهه شوم چې په دۀ باندې د دوئ د شريعت د مسئلو په حقله اِلزام وو، خو څۀ داسې جُرم پرې نۀ وو چې دۀ ته پرې د قېد يا د مرګ سزا ورکړے شى.
نو کله چې هغوئ ما سره دلته راغلل نو ما وخت ضائع نۀ کړو او په بله ورځ په عدالت کښې کښېناستم او د هغه سړى د حاضرېدو حکم مې وکړو.
خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه.
هغه هغوئ سره د لس اتۀ ورځو نه زيات پاتې نۀ شو، بيا هغه قيصريه ته لاړو او په بله ورځ په عدالت کښې په خپله کُرسۍ کښېناستو او د پولوس د حاضرولو حکم يې وکړو.
او چې هغوئ تلل نو يو بل ته هغوئ ووئيل چې، ”دې سړى داسې څۀ کار نۀ دے کړے چې د مرګ يا د قېد لائق وى.“
کله چې هغوئ زما تحقيقات وکړل نو روميانو غوښتل چې ما آزاد کړى ځکه چې زما په مقدمه کښې ما ته د مرګ د سزا د ورکولو هيڅ وجه نۀ وه.
مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.