9 يهوديان هم ورسره په اِلزام لګولو کښې متفِق شول او وئ وئيل چې دا ټولې خبرې رښتيا دى.
اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟
خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.
کۀ تۀ په خپله د هغۀ نه تپوس وکړې نو تۀ به د هغه هر څۀ نه خبر شې چې مونږ پرې اِلزام لګولے دے.“
ځکه چې هغوئ مونږ غېريهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.