6 دۀ د خُدائ د کور د بېحرمتۍ کوشش هم وکړو، نو بيا مونږ هغه ګرفتار کړو.
پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”دے بوځئ او د خپل شريعت په مطابق يې فېصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته دا اجازت نشته چې څوک مړ کړُو.“
دا کسان چې تاسو دلته راوستى دى، نۀ خو دوئ د زيارت غلۀ دى او نۀ يې زمونږ د ديوى ګستاخى کړې ده.
او هغوئ لا نورې چغې کړې، خپلې جامې يې وشلولې او خاورې يې بره نوستلې.
زۀ دوئ د چا سره د خُدائ په کور کښې يا په عبادتخانې کښې يا په ټول ښار کښې په بحث کولو يا د خلقو په بلوه کولو نۀ يم ليدلے.
خو لسياس کمان آفسر په مينځ کښې راغلو او دا سړے يې په زبردستۍ سره زمونږ د لاسه وويستو.