23 بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چې، ”پولوس په قېد کښې وساتئ خو سختې ته يې مۀ نيسئ او د دۀ په دوستانو کښې هيڅوک هم د دۀ د ضرورتونو پوره کولو نه مۀ منع کوئ.“
کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.
خو نبوکدنضر بادشاه فوجى آفسر نبوزردان ته دا حکم وکړو چې،
خو د پولوس خوريے د هغوئ د سازش نه خبر شو. نو هغه لاړو او قلعې ته ننوتو او پولوس ته يې د هغوئ د سازش ووئيل.
هغۀ ووئيل چې، ”زۀ به ستا مقدمه هله اورم کله چې ستا مدعيان راورسى.“ بيا هغۀ حُکم وکړو چې هغه دې د هيروديس په قلعه کښې وساتلے شى.
هم په دغه وخت کښې هغۀ طمع کوله چې پولوس به ورته رشوت ورکړى او په دې وجه يې هغه څو ځله راوغوښتو او ورسره يې خبرې وکړې.
فِستوس په جواب کښې ووئيل چې، ”پولوس په قيصريه کښې قېدخانه کښې دے، او زۀ په خپله هلته زر ورروان يم.
په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى.
کله چې مونږ روم ته ورننوتو نو پولوس ته د يواځې اوسېدو اجازت مِلاو شو او يو سپاهى د هغۀ د څوکيدارۍ دپاره مقرر کړے شو.
او هغۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کولو او د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله يې په زړۀ ورتيا او بغېر د څۀ پابندۍ تعليم ورکولو.