Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 24:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 بيا فِليکس څوک چې د دې لارې د عقيدې نه ښۀ خبر وو، په دې وينا مقدمه ملتوى کړه چې، ”کله چې لسياس کمان آفسر دلته راشى نو زۀ به ستا د مقدمې فېصله واورم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 24:22
11 Iomraidhean Croise  

هيروديس بيا د ستورو عِلم لرونکى په پړده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو.


هغوئ ورته د زيات وخت دپاره د پاتې کېدو خواست وکړو خو هغۀ اِنکار وکړو.


مونږ د نننۍ شور شرابې په حق کښې د شکايت يره په ځان ومنله ځکه چې دا بې‌مقصده وه او مونږ سره د حکومت دپاره هيڅ جواب نشته.“


بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم.


خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى.


خو څو ورځې پس فِليکس د خپلې ښځې دروسيله سره راغلو څوک چې يهودڼه وه. نو پولوس يې راوغوښتو او په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په حقله يې خبرې ترې نه واورېدلې.


دۀ د خُدائ د کور د بې‌حرمتۍ کوشش هم وکړو، نو بيا مونږ هغه ګرفتار کړو.


خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.


او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره.


او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى.


قاضيان به د دې معاملې پوره معلومات وکړى، او کۀ چا په خپل اِسرائيلى باندې د دروغو اِلزام لګولے وى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan