20 يا دا چې دا کسان ووائى چې جرګې ته د پېش کولو نه وړاندې هغوئ په ما کښې څۀ قصور ليدلے وو،
الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې.
آخر هغه کسانو دا ووئيل چې، ”دې طريقې سره به مونږ په دانيال هيڅ قِسمه اِلزام ونۀ لګولے شُو. خو يوه خبر ده چې د اِلزام باعث جوړېدے شى يعنې د هغۀ د خُدائ پاک د شريعت په حقله.“
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.
سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ او هغۀ چې کوم بادشاه خوښ کړے دے نن د دې خبرې ګواهان دى چې زۀ بېخى بېګناه يم.“ هغوئ ورته وفرمائيل، ”آو، مالِک خُدائ ګواه دے.“