2 کله چې پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس مقدمه داسې شروع کړه، وئيل يې چې، ”صاحبه، ستا په وجه مونږ په پوره امن ژوند تېروو او ستا د خيال کولو په سبب په دې صوبه کښې د ترقۍ کارونه روان دى.
د خپل نفس لافې کوى دا بدکاران، په مالِک خُدائ لعنت کوى او د هغۀ نه اِنکار کوى لالچيان.
د بل چا په حقله دروغ وئيل د هغۀ نه نفرت کول دى، او د خوشامندۍ خبرې تباهى راولى.
څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.
پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله.
صاحِبه، مونږ دا خبره په هر ځائ او هر چرته په پوره شُکر ګزارۍ سره منو.
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.