18 کله چې ما دا کول نو دوئ زۀ د خُدائ په کور کښې وليدلم چې د پاکوالى رسم مې پوره کولو. ما سره نۀ څۀ ګڼه وه او نۀ کومه اله ګوله وه. خو د آسيه د صُوبې څۀ يهوديان هلته وُو.
نو تۀ زما نه تپوسونه ولې کوې؟ هغوئ نه تپوس وکړه چا چې هغه اورېدلى دى څۀ چې ما هغوئ ته وئيلى دى، هغوئ ته پته ده چې ما څۀ وئيلى دى.“
يعنې پارتهيان، ميديان، عيلاميان، او د مسوپتاميه اوسېدونکى، د يهوديه، کپدوکيه، پونطوس، آسيه،
تۀ دوئ د ځان سره کړه او خپل ځان ورسره پاک کړه، د هغوئ د سرکلى پېسې هم تۀ ورکړه، نو چې دوئ خپل سرونه وخرائى. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې ستا په باب کښې وئيلے شوې خبرې رښتيا نۀ دى، بلکې تۀ په خپله هم په شريعت عمل کوې او خيال يې ساتې.
زۀ دوئ د چا سره د خُدائ په کور کښې يا په عبادتخانې کښې يا په ټول ښار کښې په بحث کولو يا د خلقو په بلوه کولو نۀ يم ليدلے.
په دغه وجه يهوديانو زۀ د خُدائ په کور کښې ونيولم او زما د وژلو کوشش يې وکړو.
د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.