Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 24:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 د يو څو کالونو د غېر حاضرۍ نه پس زۀ خپل قام ته د خېرات ورکولو او د نذرانو پېش کولو دپاره راغلے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 24:17
14 Iomraidhean Croise  

ځکه چې پولوس دا فېصله کړې وه چې د اِفِسوس نه واوړى نو هغه به د آسيه په علاقه کښې د وخت تېرولو نه بچ شى، هغۀ غوښتل چې څنګه هم کېدے شى چې د پنځوسمې اختر په يروشلم کښې تير کړى.


نو په دې وجه خبردار اوسئ، او دا خبره ياد ساتئ چې ما تر درېو کالو پورې شپه او ورځ په تاسو کښې هر يو ته په ژړا انګولا سره تعليم درکړو.


نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى د ځان سره بوتلل او د هغوئ سره د ځان پاکولو نه پس هغه د خُدائ کور ته لاړو چې د هغه تاريخ اعلان وکړى په کوم چې د پاکېدو وخت پوره کيږى او د هر يو دپاره به نذرانه ورکړى.


هم په دغه وخت کښې هغۀ طمع کوله چې پولوس به ورته رشوت ورکړى او په دې وجه يې هغه څو ځله راوغوښتو او ورسره يې خبرې وکړې.


چې زۀ د يهوديه د بې‌ايمانانو نه بچ شم او چې زما هغه امداد چې د يروشلم د ايماندارانو دپاره دے قبول کړى.


د دې دپاره مونږ تيطوس ته مِنت وکړو لکه څنګه چې هغۀ دا کار شروع کړے وو، هم هغه شان دې په تاسو کښې هم د خېرات دغه کار پوره کړے شى.


ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.


ځکه چې د دې خِدمت په کولو به نۀ تش د مقدسينو ضرورتونه پوره شى بلکې د ډېرو خلقو له خوا به د خُدائ پاک ډېره شُکر ګزارى وشى.


هغوئ بس دومره راته ووئيل چې خوار غريب ياد ساته، ولې زۀ پخپله د دې کار دپاره ليواله وم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan