Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 24:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 24:14
44 Iomraidhean Croise  

مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدايه پاکه، ستا د خپلو خلقو په زړۀ کښې تا سره دا مينه د همېشه دپاره مضبوطه وساته او د هغوئ زړونه وفادار وساته.


زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.


بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.


کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“


ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.


هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم.


د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے.“


د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.


او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه


د يحيىٰ تر وخته د شريعت او نبيانو سلسله جارى وه. د دې نه پس د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان اورولے شو نو د هر چا زړۀ وو چې په هغې کښې داخل شى.


خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې د هغوئ سره موسىٰ او نور نبيان شته، په کار دى چې دوئ هغوئ ته غوږ ونيسى.


بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“


فيليپوس نتنى‌ايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“


د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“


د شريعت او د نبيانو د صحيفو لوستلو نه وروستو د عبادتخانې منتظيمينو هغوئ خبردار کړل چې، ”وروڼو، کۀ تاسو سره د خلقو د ډاډه کولو دپاره څۀ کلام وى نو مهربانى وکړئ هغه بيان کړئ.“


بيا د فريسيانو د فرقې څۀ ايمانداران پاڅېدل او وې وئيل چې، ”دا ضرورى دى چې غېر‌يهوديان سنت شى او ورته دې حکم وشى چې د موسىٰ د شريعت پابندى کوئ.“


هم په دې دوران کښې د خُدائ پاک د لارې په وجه سخت تکليف جوړ شو.


خو ځينى ډېر ضدناک وُو او ايمان راوړلو نه يې اِنکار وکړو او د جماعت په وړاندې يې د خُدائ پاک لارې ته بدرد وئيل. نو پولوس هغوئ نه لاړو او خپل مريدان يې د ځان سره بوتلل او هره ورځ به يې د تورنوس په سکول هال کښې بحث کولو.


هغۀ بيا ووئيل چې زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک تۀ دې دپاره غوره کړې چې د هغۀ مرضى وپېژنې او د هغۀ صادق خادِم ووينې او د هغۀ آواز واورې.


بيا فِليکس څوک چې د دې لارې د عقيدې نه ښۀ خبر وو، په دې وينا مقدمه ملتوى کړه چې، ”کله چې لسياس کمان آفسر دلته راشى نو زۀ به ستا د مقدمې فېصله واورم.“


دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے.


خو پولوس په خپلې صفائى کښې ووئيل چې، ”ما د يهوديانو د شريعت، د خُدائ د کور يا د قيصر په خلاف څۀ جرم هم نۀ دے کړے.“


خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم،


نو اے اګريپا بادشاه، ولې تۀ په نبيانو ايمان ساتې؟ ما ته پته ده چې ستا په هغوئ ايمان شته.“


زما د ځوانۍ نه زما ژوندون ټولو يهوديانو ته معلوم دے چې د شروع نه ما ژوند د خپلو خلقو سره او په يروشلم کښې تير کړے دے.


او اوس زۀ د هغه وعدې په اُميد دلته د فېصلې دپاره ولاړ يم کومه چې زمونږ د پلار نيکونو سره خُدائ پاک کړې وه.


خو مونږ ستا نه اورېدل غواړو چې ستا څۀ خيال دے، ځکه چې مونږ ته پته ده چې هر چرته د دې فرقې خلاف خبرې کيږى.“


هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.


خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.


زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو کوم چې تاسو په سولۍ دپاسه مړ کړے وو.


”زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم او د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ او موسىٰ د يرې نه په رپېدو شو او ورته يې د کتلو جرأت نۀ شو کولے.


او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى.


هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.


خو اوس د شريعت نه بغېر د خُدائ پاک صداقت څرګند کړے شوے دے او شريعت او نبيان دواړه د دې تصديق کوى.


ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى.


بُت پرستى، جادوګرى، دشمنى، جګړې، کينه، بار بار غصه، خود غرضى، فتنې، پارټى بازى،


زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم.


د يو او دوه ځله نصيحت ورکولو نه پس د هر هغه چا سره تعلق ختم کړه څوک چې بې‌اتفاقى جوړوى.


د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى.


نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan